د افغانستان دمعدن او صنایعو خونې دایران اسلامي دولت سازمان نظام مهندسي معدن ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۸:۲۸
 د افغانستان دمعدن او صنایعو خونې دایران اسلامي دولت سازمان نظام مهندسي معدن ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو

دوشنبه ۴ ذوالقعدةالحرام۱۴۴۵ / ۲۴ غویی ۱۴۰۳

د افغانستان دصنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال محترم مولوي قدرت الله جمال په حضور کې د افغانستان د معدن او صنایع خونې رئیس ښاغلي شیرباز کمین زاده د ایران اسلامي جمهوري دولت د سازمان نظام مهندسي معدن خونې له نماینده ښاغلي رضا بسطامي سره دهمکارۍ دوه اړخیز تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د تفاهم لیک دلاسلیک پر مهال یو شمېر افغاني ملي سوداګرو او په کابل کې د ایران د سوداګریزې اتشې رئیس ښاغلي رستائي هم حضور درلود.

ښاغلي بسطامي په خپلو خبرو کې وویل ، موږ به په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې خپل دفتر هم پرانیزو ترڅو ایراني انجنیران خپلې هغه تجربې چې د معدنیاتو په برخه کې لري له افغاني انجينرانو سره شریکې کړې.

ښاغلي بسطامي زیاته کړه په افغانستان کې د صنعتکارانو لپاره زیاتې اسانتیاوې رامنځته شوي دي او دا یې د افغانستان داقتصادي ودې لپاره یو ښه پرمختګ وباله .

په پای کې ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د معدن خونې له رئیس ښاغلي شیرباز کمین زاده او د ایراني لوري له راغلي هیئت څخه مننه وکړه او غونډه دخیر په دعا پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۲۳
Background image

ملاقات وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان با یک تن از تاجران هندی

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان، در دفتر کاری شان با آقای آنکوش ستانا و همراهان

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۰:۴
Background image

امضای تفاهم‌نامه‌های تجاری به ارزش بیشتر از 300میلیون دالر میان تاجران افغان و اوزبیک

کنفرانس تواصل تجاری به هدف افزایش میزان دادوستد میان افغانستان و اوزبیکستان و رفع نیازمندی‌های دوکشور با حضور محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۹:۵۱
Background image

ملاقات وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان با والی سیردریای جمهوری اوزبیکستان

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان، به هدف گسترش روابط میان افغانستان و اوزبیکستان و

BACK TO NEWS