د افغانستان او ترکمنستان پر ګډه پوله د ا.ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت  د سوداگرۍ چارو مرستیال مولوي احمد الله زاهدپه ګډون د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې یوه لوړ پوړي پلاوي د ترکمنستان جمهوریت د کابینې له یو شمېر غړیو سره  وکتل

anwar_admin
Thu, Aug 22 2024 11:04 AM
د افغانستان او ترکمنستان پر ګډه پوله د ا.ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت  د سوداگرۍ چارو مرستیال مولوي احمد الله زاهدپه ګډون د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې یوه لوړ پوړي پلاوي د ترکمنستان جمهوریت د کابینې له یو شمېر غړیو سره  وکتل

چهارشنبه ۱۷ صفرالمظفر ۱۴۴۶ / ۳۱ زمری ۱۴۰۳

د راپور پر بنسټ، پدې کتنه کې  ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي په مشرۍ ترسره شوه د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال وزیر محترم مولوي احمدالله زاهد، د هرات والي او نورو چارواکو له افغان لوري څخه گډون درلود چې د ترکمنستان د پلاوي مشري د ترکمنستان د وزيرانو شورا مرستيال او د بهرنيو چارو وزير ښاغلي رشيد مردوف  کوله او د هغه هېواد د وزيرانو شورا مرستيالانو او کابينې غړیو او نورو لوړپوړو چاروکو پکې گډون درلود.

دواړو پلاویو په تورغنډۍ کې د وسپنې پټلۍ له سټېشن، د ټاپي نل‌ليکې او د برېښنا له لویو پروژو څخه د گډې پولې دواړو غاړي ته ليدنه وکړه او د ټاپي نل‌ليکې د کار عملي پيل لپاره يې د دواړو خواوو چمتووالي و ارزول.

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان حکومت اړونده ارگانونه د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌ليکې د غځولو لپاره خپل چمتووالی لري او تيار دي چې عملي کار پيل شي.

محترم مولوي امير خان متقي همداراز وويل چې افغانستان د تورغنډۍ وسپنې پټلۍ د سټېشن او همدارنگه د نل‌ليکې د غځولو په برخو کې د ترکمنستان د پانگونې هرکلی کوي او ویې ویل چې دغه اقدامات به د دواړو هېوادونو او په ټوله کې د سيمې اقتصاد وغوړوي.

په یاده دوه اړخیزه ناسته کې د ا.ا.د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمد الله زاهد هم په خپل وار له ترکمنستان جمهوریت سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خوښې څرګنده کړه او په افغان خاوره کې یې د ترکمنستان سوداګریزو پلاویو ته د هر ډول آسانتیاوو د برابرولو په اړه ډاډ ورکړ.

همدارنګه د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير د دې لیدنې پرمهال د ترکمنستان په خاوره کې د ټاپي نل‌ليکې د عملي چارو د پيل لپاره د خپل هېواد د تيارۍ په اړه افغان لوري ته ډاډ ورکړ.

ښاغلي رشيد مردوف وويل، چې هېواد يې بشپړه ژمنتيا لري چې ډېر ژر به د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي چارو د پيل ترڅنگ د وسپنې پټلۍ او سټېشن د رغولو چارې هم پيل شي او د نورالجهاد دبرق سب‌سټېشن به هم گټه اخيستلو ته وسپارل شي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS