په کندهار کې د افغان تولیداتو او محصولاتو درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانیستل شو

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۳:۲۱
په کندهار کې د افغان تولیداتو او محصولاتو درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانیستل شو

یکشنبه ۵ رجب المرجب ۱۴۴۶ / ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳

په کندهار کې د افغان توليداتو او محصولاتو ملي نندارتون د نوموړي ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په مشری او د سيکارام احمدي بازار موندنې شرکت له خوا د شنبې په ورځ د مرغومي(جدې) په ۱۵مه پرانیستل شو چې په پرانیست غونډه کې د کندهار ولايت ټولو ادارو ريیسانو، علماوو سوداګرو او پانګوالو ګدون کړی وو.

په همدې مناسبت په جوړ شوي محفل کې د کندهار د ولایتي ادارې مسوولینو خبری وکړي او د سیکارام احمدي د بازار موندنې شرکت لخوا مېلمنو ته د هر کلي ویلو تر څنګ د نندارتون په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول.

په یاد محفل کې د کندهار ولایت اړوند د صنعت او سوداګري رياست د صنعتي پارکونو امر مولوي محمد ثاقب او د سوداګرۍ خونې ریيس محمد سرور اغا اماني خبرې وکړې چې په ويناوو کې يې نندارتونونوته دصنعت په برخه کې ګټور ياد کړل او غوښتنه يې وکړه جې د کورنيو توليداتو د ملاتړ په موخه دې له کورنيو توليداتو ګټه واخستل شي.

 په یاده غونډه کې د افغانستان د کانونو و صنايعو خونې عمومي ريس شېر باز کمين زاده هم خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې یې داسلامي امارت له مشرتابه مننه وکړه چې پانګوالو ته په ځانګړي ارزښت قايل دي.

نوموړي د امرالمومنین حفظه الله هغه وروستي فرمان وستایلو چې صنعت کارانو او سوداګرو ته يې د يوسل او شل جريبه ځمکې د ځانګړې کېدو په اړه ورکړی او د غونډې نورو ويناوالو ډاډ ور کړ چې د هېواد د صاداتو کچه ورځ تربلې ښه کيږي او ډېر ژر به هېواد دمصرفي هېواد پر ځاى په صادراتي او توليدي هېواد بدل شي.

يادولو وړ ده چې د کندهار په ملي نندراتون کی نږدې ١٠٠ غورفې فعالې دي چې درې ورځې به دکندهار په شامي صالون کې دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS