په بامیانو ولایت کې نندارتون ترسره شو

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۹:۴۵
په بامیانو ولایت کې نندارتون ترسره شو

سه‌شنبه: د غبرګولي ۱۱ مه۱۴۰۰

 په بامیان ولایت کې ښځینه متشبثینو او صنعتکارانو د لاسي صنایعو یو ورځنی نندارتون د دغه ولایت په مرکز کې جوړ شو

. دغه نندارتون په  بامیان ولایت کې د ګرځندوي د کال پیل د فیستیوال ترڅنګ د صنعت او سوداګرۍ د ریاست لخوا د خصوصي سکتور د یو شمیر استازو، ښځینه متشبثینو ، فرهنګی شخصیتونو او ځایی خلکو په شتون کې د بند امیر په ملی پارک کې ترسره شو. پدې نندارتون کې، متشبثینواو صنعت کارو میرمنو خپل د لاسی صنایعو تولیدات په ۲۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شول چې شاوخوا سل زره افغانیو په اندازه توکې وپلورل شول،یاد نندارتون په بامیانو ولایت کې د کورنیو،تولیداتو د بازارموندنې،کارولو، د کسبګرو او متشبثینو ملاتړ او هڅونې په موخه جوړ شوی وه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه ژمن دی چې د روان لمریز کال په بهیر کې د هیواد اقتصادي ودې په موخه د هیواد صنعتی تولیداتو لپاره د بازار موندنې کارونې په موخه کور دننه او بهر یو شمیر نندارتونونه ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS