د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا دسوداګرۍ دپراختیا د پنځه کلنې طرحې معرفي کول

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲ - ۱۲:۱۸
 د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسوداګرۍ د پراختیا پنځه کلنه طرحه ددغه وزارت مشاورینو او درهبرۍ پلاوي ته د عبد المجید خان زابلي د کنفرانسونو په تالار کې معرفي کړه۔

پنجشنبه دسلواغې 30 مه 1399

د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسوداګرۍ د پراختیا پنځه کلنه طرحه ددغه وزارت مشاورینو او درهبرۍ پلاوي ته د عبد المجید خان زابلي د کنفرانسونو په تالار کې معرفي کړه۔

ښاغلی غوریانې زیاته کړه چې دغه پروګرام په ژنیو کې د افغانستان د حکومت دژمنو په اساس جوړ شوې او د افغانستان له سولې نه روسته د ملي پراختيا لپاره بل پروګرام هم د جوړیدو په حال کې دی ښاغلي غوریانې زیاته کړه چې دغه پنځه کلن پروګرام د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رییسانو او سلا کارانو سره په مشوره او همغږۍ برابرشوی .په دغه پنځه کلنه طرحه کې په پنځواساسي برخو تمرکز شوی۔

دمدیریت بدلون ، سوداګري،ترانزيټ،دصادراتو پراختیا،د صنایعو پراختیا او د بهرنی او کورنۍ پانګونې دجلب موضوعات پکې رانغاړي

دصنعت او سوداګرۍ وزارت له سولې وروسته د افغانستان د پراختیا ترڅنګ نورو نړیوالو پروګرامونو تعهداتو ته ژمن دی او داصلاحاتو د پراختیا په برخه کې په نړيوالو کنفرانسونو کې د نړیوالو دپام راګرځولو لامل شوي۔

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS