د افغانستان - تاجیکستان ترمنځ ګډه سوداګریزه ناسته

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۷:۵۶
د افغانستان - تاجیکستان ترمنځ ګډه سوداګریزه ناسته

 شنبه: دغبرګولي۱۵مه ۱۴۰۰

افغانستان - تاجیکستان ګډه سوداګريزه ناسته د افغانستان اسلامي جمهوری دولت  د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني ورسره مل پلاوي، د تاجیکستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال، د ترانسپورت وزیر، د صنعت او نوي ټیکنالوژي وزیر او د خصوصي سکتور استازو په ګډون د دوشنبې په ښارکې،د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټې اړیکو د پراختیا په موخه ترسره شوه .

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي،سوداګریزو اوترانزیتي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دتاجکستان حکومتي چارواکو لخوا د افغان سوداګرو د ستونزو حل به د، دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو همکاریو د کچې په لوړوالي کې مرسته وکړی.

ښاغلي غوریاني زیاته کړه د افغانستان په بیلابیلو سکتورونو کې د پانګوونې لپاره لازم فرصتونه شتون لري او د تاجک پانګوالو څخه یې وغوښتل چې په دې برخو کې پانګونه وکړي.

 په دې کتنه کې د تاجکستان جمهوريت د لومړي وزير مرستيال ښاغلي عثمانزاده عثمان علي هم د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي ، سوداګریزواو ترانزيټي همکاريو پر، پراختيا ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه چې په خپل هېواد کې به د افغان سوداګرو ټولې ستونزې حل کړي.

 نوموړي زیاته کړه،چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزه راکړه ورکړه او ترانزیټ به د افغانستان - تاجیکستان اقتصادي ودې لپاره لاره هواره کړی.

 د افغانستان – تاجیکستان په  ګډه سوداګریزه ناسته کې، د ټرانسپورټ ، صنعت او نوي ټیکنالوژۍ وزیرانو،د تاجیکستان جمهوریت د خصوصي سکتور استازو او د افغانستان اسلامي جمهوری دولت د خصوصي سکتور استازو د دواړو هیوادونو ترمنځ  د اقتصادي ،سوداګریزواو ترانزیټي همکاریو پر، پراختیا ټینګار وکړ .

 د غونډې په پای کې، په افغانستان کې د پانګوونې فرصتونو په اړه اړین معلومات د تاجکستان پانګوالو ته وړاندې شول ،افغان سوداګرو هم د وارداتو او صادراتو د زیاتوالي په اړه په جلا سوداګریزو ناستو کې د تاجک سوداګرو سره هوکړې ته ورسیدل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS