د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دخپلواک کمیسیون له ریس سره دصنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۱۰:۵
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دخپلواک کمیسیون له ریس سره دصنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

دوشنبه: دزمري ۱۱مه 1400

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي  نثار احمد غوریاني د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون له مشر محمد نادر نادري سره د هغه په دفتر کې وکتل تد دواړو لورو ترمنځ یې د ګډې همکارۍ پر پراختیا خبرې وکړي.

په دې لیدنه  کې ، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د دندو په ګمارلو کې د شفافیت تضمین کولو په برخه کې  د هڅو ستاینه وکړه او د نويو کارمندانو د ګمارلو د شفافې پروسې پر دوام یې ټینګار وکړ.

ښاغلي غورياني زیاته کړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټول خالي بستونه به د اداري اصلاحاتو له خپلواک کمیسیون سره په همغږۍ کې اعلان شي ، او نوي کارکوونکي  دیوې رڼي سیالۍ له لارې وګمارل شي.

له بلې خوا ، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون رییس محمد نادر نادري د کمیسیون او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ترمنځ د ګډې همکارۍ پر پراخولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا پروسه به دوام لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS