اردن شاهي هېواد ته دافغانستان دصادراتو ۷۰ سلنه ډیروالی

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۱:۱۱
اردن شاهي هېواد ته دافغانستان دصادراتو ۷۰ سلنه ډیروالی

شنبه : دچنګاښ ۱۲مه 1400

د افغانستان اسلامي جمهوریت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د احصایو له مخې ، له 2018 څخه تر 20 20میلادي کال پورې د دغه هیواد صادرات د اردن شاهي هېواد ته  ۷۰ سلنه  زیاتوالی ښیې.

د صنعت او سوداګرۍ  وزارت هڅه کوي چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګرۍ کچې لوړولو لپاره د اردن د سوداګرۍ وزارت سره آنلاین ناسته ترسره کړه.

دغه ناسته چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت دمعین ښاغلي محمد سلیمان بن شاه او داردن شاهي هېواد دسوداګرۍ دمعین ترمنځ جوړه شوې وه ، دواړو لورو دسوداګریزو همکاریو پرپراختیا ، پانګونې او سوداګرو ته داړونده اسانتیاو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

د اردن شاهي هېواد  په مینځني ختیځ کې د افغانستان لپاره د۱۴ مقصدونو په لړ کې  لوی صادراتي ځای لري  ، او دا د تالکو  ډبرو ، ډبرو سکرو، ځیره  ، د هندوا ڼو زړو، جڼغوزو او تازه میوو لپاره ښه بازار دی.

له ۲۰۱۸ کال راهیسې د افغانستان د صادراتو کچه له ۰.۵۱ ملیون ډالرو څخه ۱ ملیون ډالرو ته لوړه شوې ، او د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه هڅه کوي څو د سوداګریز تړون په لاسلیک کولو سره د اردن هېواد ته د دغه هېواد د محصولاتو صادرات څو برابره زیات کړي.

په دغه غونډه کې پریکړه وشوه چې دافغانستان داسلامي جمهوریت دصنعت او سوداګرۍ وزارت او داردن هېواد دسوداګرۍ وزارتونو ترمنځ یوتخنیکي کمیسیون رامنځته او دسوداګریزې هوکړې دلاسلیک لپاره عملي اقداماتو ته لار هواره کړي .

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د صنعت او سوداګرۍ  وزارت ، د عمان د سحار سوداګریز بندر د امکان سنجونې مطالعې په ترسره کولو سره ، هڅه کوي د فارس خلیج او مینځني ختیځ ته د هیواد د سوداګرۍ او صادراتو د زیاتولو لپاره لازمې اسانتیاو برابرې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS