په بامیان ولایت کې دیوه ورځني نندارتون جوړېدل

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۷:۵۲
په بامیان ولایت کې دیوه ورځني نندارتون جوړېدل

دوشنبه: دغبرګولي ۳یمه ۱۴۰۰

د بامیان ولایت په یوه بازارچه کې یو ورځنی نندارتون جوړ شوچې په دې نندارتون کې د دغه ولایت د ۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت دمیرمنولخوا تولیدشوي  محصولات او لاسي صنایع پلورل شوي دي.

دغه نندارتون د بامیانو د صنعت او سوداګرۍ  د ریاست په همکارۍ د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست په همغږۍ او په دې ولایت کې د کورنیو تولیداتو د بازار موندنې او ملاتړ په موخه ترسره شو.

په دې نندارتون کې شل متشبثومیرمنو خپل محصولات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل. د یادونې وړ ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه ژمن دی  چې په روان لمریز کال کې افغاني محصولاتو ته د بازار موندنې  او کارولو په موخه یو شمېر نندارتونونه په لاره واچوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS