په بامیانو ولایت کې دلبنیاتودپروسس او بسته بندۍ دیوه مرکز پرانیسته

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۱۰:۳۱
په بامیانو ولایت کې دلبنیاتودپروسس او بسته بندۍ دیوه مرکز پرانیسته

شنبه: دوري ۲۱مه ۱۴۰۰

په بامیانو ولایت کې دامیدتابان دلبنیاتودپروسس او بسته بندۍ مرکز د۱۴ میلیونه افغانیو په پانګونه خپل فعالیت پیل کړ.

په دغه کار خونه کې چې په یوه شپه او ورځ کې ۸ ټنه شیدې پروسس کیږي ، پاستوریزه شیدې،مستې،شلومبې او کوچ پروسس کیږي.

دامید تابان دپروسس او بسته بندۍ دغه کارخونه سربیره پر دې چې دیاد ولایت اړتیاوې له دې اړخه پوره کوي ورسره په څنګ کې یې ددې ولایت یوشمېر اوسیدونکو ته دکار زمینه هم برابره کړې ده.

داوس لپاره یاده کارخونه خپل محصولات دبامیانو په ولایت کې پلوري او په نږدې راتلونکې کې به خپل محصولاتو څیرمه ولایتونو او کابل ته هم دخرڅلاو په موخه واستوي.

داپه داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دهېواد یو شمېر ولایتونه دلبنیاتو دپروسس او بسته بندۍ په برخه کې پر ځان بسیاینې ته رسیدلي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS