پروان ولایت ته  د صنعت او سوداګرۍ وزارت دمشرتابه سفر

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۹ - ۱۲:۱۰
پروان ولایت ته  د صنعت او سوداګرۍ وزارت دمشرتابه سفر

پنجشنبه: د جوزا/غبرګولي ۱۹مه ۱۴۰۱

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د یو پلاوي په مشرۍ  پروان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د یو شمیر سیمه ایزو چارواکو سره وکتل او په یاد ولایت کې يې د صنعت او سوداګرې د ودې او اصلاح په برخه کې هر اړخیزې خبرې اترې وکړي.

په پیل کې  ښاغلي مولوي قدرت  الله جمال د پروان ولایت امنیې قومندان سره د سواګرو،پانګوالو او صنعت کارانو د امنیت ساتلو  او خوندیتوب په اړه خبرې وکړي .

دامنیه قومندان له لوري ورته د هر راز همکارۍ  ترڅنګ ډاډ ورکړل شو چې  پرته له کومې ستونزې ټول پانګوال او سوداګر کولی شي  په دی ولایت  کې پانګونه وکړي.

همدارنګه ښاغلی جمال د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست، لاسي صنایعو، د صنعتي پارک لپاره له ټاکل شوي سیمې،د بوستان سبزفابریکې او د بوستان سبز راډیو څخه لیدنه وکړه د لیدنې په ترڅ کې د یادو برخو د کارکونکو ستونزې  او وړاندیزونه  واوریدل  او اړونده برخو ته یې دلازمو سپارښتنو ترڅنګ  ژمنه وکړه چې د یو منظم پلان له مخې به ستاسو وړاندیزونو او ستونزو ته رسیدنه وشي.

د یادونې وړ ده چې  د بوستان سبز فابریکه  په نړیوالو معیارونو د رومیانو رُب ، جوس،او د وچو میوو په برخو کې فعالیت ترسره کوي  او ترڅنګ یې  د کرنې یو څیړنیز فارم هم لري. یاده فابریکې  په دوه شفتو کې  ۲۰۰تنو هیوادوالو  لپاره په مستقیم او ۱۵۰۰تنو لپاره په غیر مستقیمه توګه د کارکولو زمینه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS