له خصوصی سکتور سره دافغانستان- پاکستان دسوداګرۍ او ترانزیټ په وړاندې دننګونو او فرصتونو غونډه جوړه شوه

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۶ - ۹:۷
له خصوصی سکتور سره دافغانستان- پاکستان دسوداګرۍ او ترانزیټ په وړاندې دننګونو او فرصتونو غونډه جوړه شوه

یکشنبه: دلړم۲۵ مه ۱۳۹۹

له خصوصی سکتور سره دافغانستان پاکستان دسوداګرۍ او ترانزیټ په وړاندې دننګونو او فرصتونو غونډه دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرست وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په مشرۍ او دافغانستان دسوداګرۍ خونو داستازوپه ګډون ترسره شوه.

ټاکل شوې ده چې په روانه اونۍ کې دپاکستان دسوداګرۍ وزیراوپه اقتصادي چارو کې دیاد هېواد دلومړي وزیر مشاورښاغلی رزاق داوود، دافغانستان، پاکستان تر منځ دسوداګرۍ او ترانزیټي ستونزو دحل په موخه کابل ته راشي.

په دغه غونډه کې په همدې موضوع بحث او خبرې اترې وشوې، ترڅودهېواد خصوصي سکتور خپلې ستونزې، فرصتونه او ننګونې په نښه او له پاکستاني لوري سره یې شریکې کړي.

دیادونې وړ ده چې دروانې میاشتې په لومړیو کې ښاغلي غوریاني دیوه لوړرتبه پلاوي په مشرۍ پاکستان هېواد ته سفروکړ او هلته یې دافغانستان، پاکستان دسوداګرۍ او پانګونې په کلنۍ ناسته کې ګډون وکړ، نوموړي په دغه سفر کې دپاکستان هېواد له لومړي وزیر ښاغلي عمران خان او دیاد هېواد دسوداګرۍ له وزیر سره دکتنو تر څنګ دافغان سوداګرو ۲۱مورده سوداګري،ترانزیټي او ګمرکي ستونزې حل کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS