د څارویو د صادراتو په اړه غونډه

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۴ - ۱۳:۱
د څارویو د صادراتو په اړه غونډه

یکشنبه،د غویي۴مه ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال په مشرۍ د څارویو په ځانګړې توګه د پسونو د صادراتو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د لومړنیو صنایعو رئیس ،د صادراتو د پراختیا رئیس، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت استازو، د کرنې او مالدارۍ د خونې استازو، دقصابانو اتحادیې او د څارویو د صادراتو د ادارې استازو ګډون درلود.

ګډونوالو د هیواد د قوانینواو د دولت د شرایطو،عوایدو او د خلکو ګټو ته په پام سره سم تخنیکي بحثونه وکړل او خپل نظریات يې شریک کړل.

د غونډې په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د ګډون والو د نظریاتو او بحثونو څخه وروسته پرېکړه وکړه چې د څارویو په ځانګړې توګه د پسونو صادرات منع کړل او ويې ویل چې هیڅوک د څارویو په ځانګړې ډول د پسونو د صادراتو اجازه نلري.

همدارنګه نوموړي د دغه وزارت د لومړنيو صنايعو رئيس ته لارښوونه وکړه، چې د څارویو د قاچاق د مخنيوي په موخه دې امنيتي ارګانونو ته ليکلي مکتوب ولېږي.

د يادونې وړ ده، چې دغه غونډه د هېواد د يو تن سوداګر د غوښتنليک پر بنسټ جوړه شوې وه، چې په کې يې یوګاونډي هېواد ته د دوه زره پسونو د صادرولو د اجازې غوښتنه کړې وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS