د پکتیا پوهنتون مسئولینو سره لیدنه

reza_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳۱ - ۹:۱۷
د پکتیا پوهنتون مسئولینو سره لیدنه

پنج شنبه مورخ ۳ محرم ۱۴۴۵ / ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۲

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزی د پکتیا پوهنتون علمي مرستیال، پوهندوی سیف الرحمن روهی، او د یاد پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئیس پوهنمل شفیع الله غوثی سره لیدنه وکړه او د ګډو همکاریو، او دوه اړخیزو مسائیلو باندي خبرې اترې وکړې.

الحاج عزيزي د پوهنتونونو او علمي بنسټونو استادانو د اهميت او مقام په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې د هېواد د ودې او پرمختګ په برخه کې د استادانو مقام او ونډه  موږ ته څرګند دى او په تېرو دوو کلونو کې مو په ډېرو مواردو کې محترم استادان غونډو ته رابللي دي چې د متوازنې سوداګرۍ او د هېواد د صادراتو د ودې په برخه کې د هغوى نظرونه ترلاسه کړو.  ښاغلي عزیزی وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ټولو ګډو برخو کې هر راز  همکارۍ ته چمتو دی.

د پکتيا پوهنتون علمي مرستيال د  صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه  له پاملرنې څخه په مننې سره وویل چې د هېواد په کچه به يو سمپوزيم جوړ کړي او پکتيا پوهنتون بېلابېل علمي پروګرامونه په نظر کې لري. د پکتیا پوهنتون علمي مرستیال  د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه، چې په یو ګډ تفاهم لیک باندي کار وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر د ښاغلي روهی خبرې په تائید سره مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د پکتیا پوهنتون له مسوولینو سره د بحث وړ موضوعاتو باندي خبرې اترې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS