د نوو جوړ شوو صنعتي ښارګوټو د وضعیت څیړنه

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۷ - ۱۳:۵۵
د نوو جوړ شوو صنعتي ښارګوټو د وضعیت څیړنه

چهارشنبه د سلواغې27مه

د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلی نورالدین عزیزي د سه شنبې په ورځ د پلچرخي صنعتي پارکونه ،د کابل شنو خصوصي  صنایعو پارکونه، د پروان ولایت باریکاب، سنجد درې اود لوګر ولایت د محمداغې له صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه.

په دې سفر کې د صنعتي پارکونو عمومي رئیس ښاغلي سید محسن سادات کې د یادو پارکونو حدود روښانه کړل او ویې ویل چې اوس د صنعت او سوداګرۍ وزیر په هڅو او د اقتصادی شورا او کابینې  په ملاتړ د کار کولو یو استثنایی فرصت دی شته او موږد صنعتی بارکونو د پیاوړتیا په موخه هڅه کوو ترڅو په هیواد کې د پانګونې مناسب چاپېریال رامنځته  کړو.

د فابریکو خاوندانو او پانګوالو د صنعت او سوداګرۍ وزیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ خپلې ستونزې او ننګونې مطرح کړې او د برېښنا په برخه کې یې د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.

ښاغلي عزیزي د دوی د ستونزو، ننګونو د لیدلو په اورېدو په ترڅ کې وویل، چې د ایماني اوسلامي مسؤلیت په توګه د کورنیو صنایعو د ملاتړ پر بنسټ د افغانستان پرځان بسیا کول زموږ ستره موخه ده ،ترڅو د پخوا په پرتله دا پروسه لا ګړندۍ کړو.

نوموړي صنعتي پارکونه د هېواد د اقتصاد بنسټ او د هېوادوالو لپاره د حلال رزق د ترلاسه کولو يوه لاره وګڼله او مسوولينو ته يې د يادو پارکونو د فعاليت د ګړنديتوب په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

د یادولو وړ ده چې د پلچرخي صنعتي پارک نوی فاز د ملي دفاع وزارت له ۱۰۰۰ جریبه ځمکې سره موازي دی، چې د ځانګړې کمیټې د نظریې له مخې به صنعتکارانو او پانګوالو ته د هغې د ویش لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته وسپارل شي.

د محمداغې صنعتي پارک چې په لوګر ولایت کې موقعیت لري، په دوه فازونو کې ۵۰۰ جریبه ځمکه لري.

لمړی  فاز ۲۸۳ جریبه ځمکې په درلودلو د بنسټیزو اسانتیاوې لکه پاخه سړکونه، د اوبو رسولو سیستم، د بریښنا د ویش سیستم او شاوخوا دیوالونه شامل دي، چې تراوسه پّ کې ۳۶ نمرې وېشل شوي او پاتې ۱۴۱ نمرې د وېش لپاره چمتو دي.

د باریکاب صنعتي – کرنیز پارک د پروان ولایت په مرکز کې په ۲۰۰۰ جریبه ځمکه کې موقعیت لري چې لومړی فاز یې د ۱۸۰ نمرو په ګډون د ۳۴۰ نمرو په درلودلو سره ۵۵۰ جریبه لري،او د پاخه سړک، د اوبو رسولو سیسټم، د فاضله موادوسیتم، د بریښنا د ویش سیسټم او نورۍ سانتیاوی لری.

د پروان ولايت د سنجيد درې صنعتي پارک چې په ۵۸۰ جريبه ځمکه کې موقعيت لري، چې دلومړي فاز  ۱۳۰ نمرو، د سړکونو د هواری  او د احاطې دېوال چارې يې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS