د مرکزي ثبت عمومي ریاست د الکترونيکي سيستمونو د پراختیا په تړاو بحث ترسره شو
دوشنبه مورخ 29ذوالحجه 1444 / 26 چنګاښ 1402
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر محترم الحاج نورالدین عزيزي د وزارت د مرکزي ثبت او فکري مالکیتونو له عمومي رئیس محترم محمد حلیم مستعین او له نورو اړوندو رئيسانو او کارمندانو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې محترم الحاج عزیزي د مرکزي ثبت عمومي ریاست او نورو اړوندو برخو د لاسته راوړنو او پراختیايي پروګرامونو په اړه راپور واورېد او همدا راز یې اوسنیو حالاتو او اړتیاوو ته په پام سره د واحد چتر ریاست د الکترونيکي سيستم پر پراختیا، شرکتونو ته د نوي سيستم پر جوړېدواو هغوی ته د اړینو اسانتیاوو پر چمتو کولو ټينګار وکړ او په دې اړه یې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د شرکتونو د اداینو (پرداختونو) لپاره د نوي سيستم جوړول اوپه ټول هېواد کې د شرکتونو لپاره د بزنس پلان (عملیاتي تجارتي پلان) چمتو کول مهم یاد کړل.
