د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ له وزیر ښاغلي شهزاد آريوبي سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین لیدنه؛

mociadmin
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۰ - ۱۱:۲۸
mo

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري معين محترم اجمل حمید عبدالرحیمزی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آريوبی سره ولیدل.
ښاغلي اجمل عبدالرحيمزي په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د معلوماتي ټکنالوجۍ او الکټرونيکي حکومتدارۍ د سيسټمونو په جوړولو په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزیر سره خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د یاد وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په پلان کې لري، د IT زېربناو، نوي ویب پاڼې، رسمي برېښنالیکونو، د GRP سيسټم عملي کولو او د مبایل له لارې د دولتي کارکوونکو د معاشاتو د ورکړې په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنيکي ټيمونه به د هر اړخيزې ارزونې وروسته په يادو برخو کې لازم ګامونه پورته کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS