د قیمتي ډبرو او طلا پلورنکو سره لیدنه

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۴ - ۸:۵۶
د قیمتي ډبرو او طلا پلورنکو سره لیدنه

شنبه: د غویي ۳مه ۱۴۰۱ 

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي  دقیمتي ډبرو او طلا پلورنکو له یو شمیر سوداګرو سره ولیدل او د دوی پر ستونزو او وړاندیزونو یې خبرې وکړې.

د قیمتي ډبرو د پلورونکو  استازو د قیمتي ډبرو د لیږد په اړه د وزارت دمشرتابه دهمکارۍ غوښتنه وکړه.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل؛د یادو ستونزو او ننګونو د حل په موخه زموږ پراخه او هر اړخیزې هڅې روانې دي، په پام کې ده چې په اسلام اباد کې یو نندارتون ترسره شې چې د افغانستان لپاره په کې  وړ ځاي په نظر کې نیول شوي، اسانتیاوي برابرې شوي، چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د سوداګرو لپاره دا ښه موقعه ده .

همدا راز  د زرګرانو او طلا پلورنکو  د طلا اړوند اومه توکو د لیږد په اړه خبرې وکړې،هیواد ته د ډیزان شوې استهلاکې طلا د انتقال لپاره يې د محصول او تضمین په ورکړې سره دجواز غوښتنه وکړه .

ښاغليعزیزي د هغوي د خبرو اوریدلو څخه وروسته وويل  چې  د سوداګرۍ جواز درلودل د سوداګرۍ اساس جوړوې  ځکه نو موږ د ټولو سووداګرو غواړو چې دوی باید د سوداګرۍ جواز ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت نظر دا دی چې هغه خلک چې په قیمتي او نیمه قیمتې ډبرو، سروزرو او معادنو کې په سکتور کې فعالیت ترسره کوي ؛ دوئ باید د سوداګریزو او معادونو خونو په چوکاټ کې خپل فعالیتونه تنظیم کړي، ځکه چې په دې برخو کې لا هم زموږ رسمي سوداګر په سمه توګه نه دې تفکیک شوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS