د افغانستان د ملي سټنډرډ ادارې له مشرتابه سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۹:۱
د افغانستان د ملي سټنډرډ ادارې له مشرتابه سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

پنج‌شنبه: د سلواغې ۶مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د افغانستان د ملي سټنډرډ ادارې له عمومي رییس ښاغلي ذبیح الله زیارمل سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د افغانستان د وارداتي ــــ صادراتې اموالود معیاري کولو په ګډې همکارۍ يې خبرې وکړي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني  د افغانستان د ملي سټنډرډ رییس په توګه د ښاغلي ذبیح الله زیارمل ټاکلو په هکله نوموړې ته مبارکي وویله،د هیواد د صادراتواو وارداتو د سټندردکولو لپاره دلازمو اسانتیاو په رامنځته کولو کې يې د دواړو لوریو پّ همکارۍ  ټنیګار وکړ،زیاته يې کړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سټندرد ملې ادارۍ سره د وارداتو او صادراتو په هکله لابراتوارونو ته دجوازنو ورکړې او نورو ټولو ازمایښتی برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.

  د غونډې په بهیر کې ، ښاغلي زیارمل وویل په خصوصي سکتور کې د هغه د کاري تجربې له مخې د صنعتکارانو او سوداګرو ټولو ستونزو سره آشنا دی او په نږدې راتلونکي کې به د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مرسته، ټولې ستونزې ګام ګام حل کړي.

 د غونډې په پای کې ،دواړو لورو د هیواد د وارداتو او صادراتو معیاري  کولو په موخه پپر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS