د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د قزاقستان د سوداګرۍ اوهمپالنې  له وزیر سره وکتل

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۵ - ۱۳:۳۴
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د قزاقستان د سوداګرۍ اوهمپالنې  له وزیر سره وکتل

شنبه :د مرغومي۴مه ۱۴۰۰  
د افغانستان اسلامی امارت  د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي  د قزاقستان د سوداګرۍ او صنایعو له وزیر سلطانوف بختت تورلیخانو ویچ  په مشرۍ راغلي پلاوي سره په انټرکانټیننټال هوټل کې وکتل. 
د غونډې په پیل کې د افغانستان  د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي کابل ته د تورلیکانوویچ او ورسره  پلاوي  ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان او قزاقستان اړیکې یې ښې او اوږدمهاله وبللې. د اا  په استازیتوب، يې د دې هیواد له مرستو مننه وکړه.
د صنعت او سوداګرۍ  وزارت سرپرست د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتي او وارداتي توکو د نوعیت، کمیت او ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د صادراتو او وارداتو د توازن غوښتنه وکړه. 
ښاغلي نورالدین عزیزي د نندارتونونو او سوداګریزو اړیکو کنفرانسونو د جوړولو وړاندیز وکړ او د دوه اړخیزو ترانزیتي اسانتیاوو، درې اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو تړونونو، د افغانستان د صادراتي محصولاتو، هوايي دهلیزونو،مستقیمو الوتنو، په دواړو هېوادونو کې د بانکي نمایندګیو د دفتر پر جوړولو او د اوړو د پېرلو په اړه یې خبرې وکړې،او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډې خونې د جوړولو لپاره خپل چمتووالی وښود.
د قزاقستان د سوداګرۍ  وزیر سلطانوف باخت تورلیخانویچ د افغانستان له میلمه پالنې څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لرلید  په افغانستان کې د سولې او ثبات پر بنسټ ولاړ دي او موږ د یوه آزاد افغانستان د یاد هیواد په ګټه دی.
د قزاقستان د سوداګرۍ  او همپالنې وزیر وايي، چې دا مرستې  د بهرنیو چارو د وزیر له خوا د ژمنو شویو مرستو یوه برخه ده او پاتې نورې مرستې  به د ځمکې له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.،هغه زیاته کړه، هېواد یې د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو د مرستو په برخه کې هم فعاله ونډه لري.
د هوايي دهلېز او الوتنو په اړه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د خبرو په وویل چې  د ۲۵۰ شرکتونو څخه  د ۱۶ قزاقستاني شرکتونو مسوولین په غونډه کې ګډون لری  او موږ د دې توان لرو چې د دغه هوايي دهلېز د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړو.
 ښاغلي تورلیکانوویچ زیاته کړه چې دوی نه یوازې د صادراتو په برخه کې، بلکې د سیمې هېوادونو ته د افغانستان له لارې د صادراتو غوښتونکې دي همدارنګه په صنعتي برخه کې هم د باید د پام وړ کار ترسره شي.
دقزاقستان د سوداګرۍ  وزیر سلطانوف باخیت تورلیخانویچ د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د نښلولو په اړه خوښي څرګنده کړې او وي ویل چې د  ټرانزیټي اسانتیاوو په اړه باید کار وشي.
د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې افغانستان سوداګرو، صنعتکارانو، د فابريکو مسوولينو او د قزاقستان د ١٦ شرکتونو مسوولينو ګډون کړى و> د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ وزيرانو تر خبرو وروسته؛ دوی د سوداګرۍ، صنعت، اسانتیاوو او ستونزو په اړه خبرې وکړې او یو بل سره یې وړاندیزونه شریک کړل. 
د يادونې وړ ده، چې د دې غونډې په څنډه کې د افغاني توليداتو يو نندارتون هم جوړ شوى و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS