د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

دوشنبه 11 محرم الحرام 1447 / 16 چنګاښ 1404

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په برخه کې د پانګونې ټينګار وکړ.

د هلمند پانګوالو د غونډې په ترڅ کې د هلمند د صنعتي پارک د ځمکو د بیې په راټيټېدو، د پارک د زېر بناوو او برېښنا په خدماتو ټينګار وکړ.

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين د هلمند والي صاحب او پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې د ځمکې د نرخ په راټېټېدو کې به د ذيصلاح مقاماتو سره موضوع مطرح کړي، قدرمن معين صاحب زياته کړه چې د هلمند په دوراهي صنعتي پارک کې د ځمکو له توزيع به مخکې زېربنايي خدمات ارائیه کوي.

دوی ټولو ته پوره ډاډ ورکړل شي، چې د دوی د صنعت د پياوړتيا او د صادراتو د ودې لپاره به د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټول هغه امکانات او صلاحيتونه چې په واک کې لري؛ نه درېغوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۲۳
Background image

ملاقات وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان با یک تن از تاجران هندی

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان، در دفتر کاری شان با آقای آنکوش ستانا و همراهان

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۰:۴
Background image

امضای تفاهم‌نامه‌های تجاری به ارزش بیشتر از 300میلیون دالر میان تاجران افغان و اوزبیک

کنفرانس تواصل تجاری به هدف افزایش میزان دادوستد میان افغانستان و اوزبیکستان و رفع نیازمندی‌های دوکشور با حضور محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۹:۵۱
Background image

ملاقات وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان با والی سیردریای جمهوری اوزبیکستان

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان، به هدف گسترش روابط میان افغانستان و اوزبیکستان و

BACK TO NEWS