اردني سوداګر د سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره ولیدل

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱ - ۱۱:۳۰
اردني سوداګر د سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره ولیدل

چهارشنبه مورخ ۳۰محرم ۱۴۴۵ / ۲۶زمری ۱۴۰۲

د عربي هیواد اردن یو تن مخکښ سوداګر دوکتور غازي احمدالمریش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال سره ولیدل.

ښاغلي المریش د خپلو خبرو په ترڅ کې په افغانستان کې پانګه اچونې ته لېوالتیا وښوده. نوموړي وویل چمتو دی چې اردن ته د افغاني صادراتو په لېږد کې هلې ځلې وکړي. په وینا یې وچه مېوه او معدني توکي هغه څه دي چې غواړي اردن ته یې ولېږدوي.

د وزارت مرستیال ښاغلي جمال د ښاغلي المریش په راتګ خوښي وښودله او زیاته یې کړه چې افغانستان کې بهرنیو پانګوالو لپاره له پخوا هر وخت څخه زیات د پانګه اچونې ښه زمینه مساعده شوې او دوی په ډاډه زړه تګ راتګ او سوداګریز فعالیت ترسره کوی شي.

نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت بهرنیو سوداګرو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړې او لا نورې اسانتیاوې هم په پام کې لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۲۳
Background image

ملاقات وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان با یک تن از تاجران هندی

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان، در دفتر کاری شان با آقای آنکوش ستانا و همراهان

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۰:۴
Background image

امضای تفاهم‌نامه‌های تجاری به ارزش بیشتر از 300میلیون دالر میان تاجران افغان و اوزبیک

کنفرانس تواصل تجاری به هدف افزایش میزان دادوستد میان افغانستان و اوزبیکستان و رفع نیازمندی‌های دوکشور با حضور محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۹:۵۱
Background image

ملاقات وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان با والی سیردریای جمهوری اوزبیکستان

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان، به هدف گسترش روابط میان افغانستان و اوزبیکستان و

BACK TO NEWS