د صنعت او سوداګرۍ په هکله اطلاعاتو ته په لاس رسي ټینګار

yonus_shafaq
Mon, Mar 08 2021 11:35 AM
د صنعت او سوداګرۍ په هکله اطلاعاتو ته په لاس رسي ټینګار

یکشنبه دکب ١٧مه ١٣٩٩

اطلاعاتو ته دلاس رسي حق په هکله د عامه پوهاوي ورکشاپ د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلې نثار احمد غوریاني په مشرۍ ،اطلاعاتو ته دلاس رسي کمیسیون د کمشنر،د وزارت ریسانو او کارکونکو په ګډون دیاد وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شو. په دې ورکشاپ کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر اطلاعاتو ته دلاس رسي حق په هکله وویل چې د قانون په چوکاټ کې هیڅ ډول اطلاعات به د رسنیو او هیوادوالو څخه ونه سپمول شی او دهغوي په واک کې به ورکړل شی ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې ددې وزارت د رسنیو برخې هیوادوالو او رسنیو ته د اطلاعاتو په برابرولو او شریکولو سره د عامه پوهاوي ښې لاسته راوړنې لرلي دي.

همدا راز د صنعت اوسوداګرۍ وزیر زیاته کړه چې په دولتي ادارو کې اطلاعاتو ته دلاس رسي حق تامینول د کارونو روڼتیا،د دولت او وګړو ترمنځ د اعتماد او د دولت پر کړنو د ولس باور رامنځته کوی.

له بلې خوا اطلاعاتو ته د لاس رسي کمیسیون کمشنرۍ آغلې زهراموسوی د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا د اطلاعاتو دلاسته راوړلو په برخه کې د وزارت رامنځته شوي اسانتیاوې وستایلې.

په دې ورکشاپ کې اطلاعاتو ته دلاس رسي قانون ،اطلاعاتو ته دلاس رسي غوښتنلیک،د اطلاعاتو د غوښتنې په هکله د دولت مکلفیتونه او د یاد قانون د نورو اړونده برخو په هکله د دې وزارت کارکونکو ته لازم معلومات ورکړل شول.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS