د کابل نړیوال نندارتون  د ترسره کیدلو خبرتیا د ۱۴۰۲ کال د ثور( غويې)   ۲۱ ـــ  ۲۵

reza_admin
د کابل نړیوال نندارتون  د ترسره کیدلو خبرتیا د ۱۴۰۲ کال د ثور( غويې)   ۲۱ ـــ  ۲۵

د صنعت د اونۍ د لمانځلو په مناسبت  د کابل نړیوال نندارتون د ۱۴۰۲ کال د ثور له ۲۱ څخه تر ۲۵ نېټې پورې د افغانستان د نړیوالو نندارتونونو په مرکز کې چې په حضورې چمن کې موقعیت لري، د هېواد، د محصولاتو او تولیداتو ته د بازار موندنې ، د ملي پانګوالو ملاتړ، د سوداګرو ترمنځ د اړیکو برابرولو او هیوادوالو ته د کورنيو محصولاتو او تولیداتو د ورپېژندلو په موخه ترسره کیږې.

په دغه نندارتون کې د بېلا بېلو  صنعتي سکتورونو، کرنيز، ساختماني، کانونو، لاسي صنايعو، طبي وسايلو، درملو او نورو ملي محصولاتو او توليداتو اړوند توکې نندارې ته ایښودل شوې دي.

هیوادوال کولای شي چې په ټاکلو ورځو کې له دغه نندارتون څخه لیدنه وکړي او د خپل هیواد محصولات او صنعتي تولیدات واخلي.

همدارنګه د  رسنیو محترمو استازو ته هم بلنه ورکول کیږي چې د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۴۴ کال د شوال د میاشتې په ۲۰ نیټه چې د ۱۴۰۲ کال د ثور له ۲۱ نیټې سره سمون لری د  سهار په نهو بجو د دغه نندارتون د پرانستلو مراسم تر پوښښ لاندې راولي.

Latest announcements

Thu, Jan 23 2025 2:34 PM
Background image

Announcement of the Schedule of National and International Exhibitions in Turkmenistan

The schedule of national and international exhibitions and conferences planed to take place in Turkmenistan during 2025, has been received by the Ministry of Industry and Commerce. 

I . . .

Sat, Oct 05 2024 11:58 AM
Background image

Halal International Expo 2024 – Istanbul

Halal International Expo 2024 - Istanbul, is going to be held in Istanbul city of Turkey from November 27 to 30, 2024.

The participation packages are as below:

The price for package . . .

Back to announcements