نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

یکشنبه، 23 صفرالمظفر1447 / 26 اسد 1404

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند، د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال الحاج یونس مومند او د «بهارمومند کارګو» شرکت ترمنځ درې اړخیز تفاهم‌لیک لاسلیک شو.

د یاد تفاهم‌لیک له مخې، د «بهارمومند کارګو» شرکت مکلف دی چې په هېواد کې د نورو کارګو شرکتونو په پرتله د صادراتي توکو د لېږد او اړوندو خدمتونو په برخه کې په ارزانه بیه اسانتیاوې برابرې کړي.

یاد تفاهم‌لیک د افغانستان د صادراتو د پراختیا لپاره خورا ارزښت لري، ځکه د صادراتو د زیاتوالي له لارې هېواد کولای شي خپل کورني تولیدات نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي، د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته وده ورکړي او د اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

د لومړي ګام په توګه، یاد شرکت به د افغاني صادراتي توکو انتقال چین، هند، ترکیې، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته پیل کړي، چې له دې سره به د افغانستان د صادراتو کچه په څرګند ډول لوړه شي او هېواد ته به اقتصادي فرصتونه زیات شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۲۳
Background image

ملاقات وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان با یک تن از تاجران هندی

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان، در دفتر کاری شان با آقای آنکوش ستانا و همراهان

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۰:۴
Background image

امضای تفاهم‌نامه‌های تجاری به ارزش بیشتر از 300میلیون دالر میان تاجران افغان و اوزبیک

کنفرانس تواصل تجاری به هدف افزایش میزان دادوستد میان افغانستان و اوزبیکستان و رفع نیازمندی‌های دوکشور با حضور محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۹:۵۱
Background image

ملاقات وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان با والی سیردریای جمهوری اوزبیکستان

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان، به هدف گسترش روابط میان افغانستان و اوزبیکستان و

BACK TO NEWS