مولوي احمدالله زاهد، د کابل ولایت د څرخي پله صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۰:۱۱
مولوي احمدالله زاهد، د کابل ولایت د څرخي پله صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه

شنبه ۱۶ شعبان المعظم ۱۴۴۶ / ۲۷ سلواغه ۱۴۰۳

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، او ورسره مل پلاوي نن د شنبې په ورځ، د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شعبان میاشتې په ۱۶مه نېټه، د کابل ولایت د څرخي پله صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه.

نوموړي په دې لیدنه کې د صنعتي پارک او یو شمېر فابریکو فعالیتونه وکتل، صنعتکاران یې وهڅول او زیاته یې کړه چې د هېواد د اقتصادي پرمختګ، ثبات او آبادۍ لپاره صنعت تر ټولو بنسټیز اړخ دی.

ښاغلي زاهد څرګنده کړه چې اسلامي امارت د صنعتکارانو پوره ملاتړ کوي او د دوی د لا پرمختګ لپاره هر ډول همکارۍ ته ژمن دی. نوموړي د صنعتي پارک د پراختیا او نړیوالو معیارونو ته د لوړولو ژمنه هم وکړه.

صنعتکارانو د ښاغلي زاهد په ورتګ خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان د صنعتي پرمختګ لپاره به هر ډول هڅې جاري وساتي، څو هېواد مو د ځان بسیاینې په لور لاړ شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۲۳
Background image

ملاقات وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان با یک تن از تاجران هندی

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان، در دفتر کاری شان با آقای آنکوش ستانا و همراهان

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۰:۴
Background image

امضای تفاهم‌نامه‌های تجاری به ارزش بیشتر از 300میلیون دالر میان تاجران افغان و اوزبیک

کنفرانس تواصل تجاری به هدف افزایش میزان دادوستد میان افغانستان و اوزبیکستان و رفع نیازمندی‌های دوکشور با حضور محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۹:۵۱
Background image

ملاقات وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان با والی سیردریای جمهوری اوزبیکستان

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان، به هدف گسترش روابط میان افغانستان و اوزبیکستان و

BACK TO NEWS