د زرګرانو د اتحادیې غړو او دسرو زرو  سوداګرو سره لیدنه

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
د زرګرانو د اتحادیې غړو او دسرو زرو  سوداګرو سره لیدنه

شنبه مورخ 12شعبان المعظم 1444 / 14 کب 1401

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي الحاج مولوی قدرت الله جمال نن په خپل کاري دفتر کې د زرګرانو د اتحادیې غړو او دسرو زرو  سوداګرو سره وکتل.

په دې لیدنه کې  سوداګرو د سرو زرو د پېر، پلور، صادراتو او ترانزیټ په برخه کې خپلې ستونزې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي الحاج مولوي قدرت الله جمال سره شریکې کړې او د ستونزو د حل غوښتنه يې وکړل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي الحاج مولوي قدرت الله جمال د سرو زرو سوداګرو د ستونزو او وړاندیزونو په اورېدلو سره وویل، هیوادونه د صنعت او سوداګرۍ له لارې پر مختګ کوي او  صنعت او سوداګرۍ یې د هیواد د ځان بسیاینې او پرمختګ بنسټ وباله.

 همداراز  ښاغلي جمال وویل د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مشرتابه تل هڅه کوي چې صنعت کارانو او سوداګرو ته آسانتیاوې رامنځته کړئ، زیاته يې کړه چې  تاسو به د  وزارت د تخنیکي ټیم  په همغږي  د سرو زرو د صادراتو او ترانزیټ په برخه کې پر نوي او مفصله طرحه  کار وکړئ، او یاده طرحه به د اقتصادي کمیسیون سره شریک کړو تر څو ستاسي ستونزي د صادراتو او ترانزیټ په برخه کې حل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۲۳
Background image

ملاقات وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان با یک تن از تاجران هندی

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان، در دفتر کاری شان با آقای آنکوش ستانا و همراهان

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۰:۴
Background image

امضای تفاهم‌نامه‌های تجاری به ارزش بیشتر از 300میلیون دالر میان تاجران افغان و اوزبیک

کنفرانس تواصل تجاری به هدف افزایش میزان دادوستد میان افغانستان و اوزبیکستان و رفع نیازمندی‌های دوکشور با حضور محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۹:۵۱
Background image

ملاقات وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان با والی سیردریای جمهوری اوزبیکستان

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان، به هدف گسترش روابط میان افغانستان و اوزبیکستان و

BACK TO NEWS