د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

یکشنبه، 20 شعبان المعظم 1447 / 19 دلو 1404

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او د یاد هېواد د جمهور رئیس له سلاکار ښاغلي جولان وهابوف سره وکتل. په دې لیدنه کې په کابل کې د ازبکستان سفیر او له ازبکستان څخه راغلي رسمي پلاوي هم ګډون درلود.

مولوي احمدالله زاهد ازبکستاني پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د ښه ګاونډیتوب د پالیسۍ پر بنسټ، له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو او پراخو سوداګریزو اړیکو غوښتونکی دی.

نوموړي وویل، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګڼ سوداګریز فرصتونه شته، او باید له دغو شته امکاناتو څخه اعظمي ګټه واخیستل شي. ښاغلي زاهد زیاته کړه، د دواړو لوریو ترمنځ د ګډو چارو د تعقیب لپاره ځانګړې کمېټې ټاکل شوې دي، او اړینه ده چې دغه کمېټې خپلو مسؤلیتونو ته جدي پاملرنه وکړي، څو موجودې ستونزې او خنډونه له منځه ولاړ شي.

په دې لیدنه کې ښاغلي جولان وهابوف د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخوالي په اړه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، شاوخوا شپږ کاله وړاندې د دواړو هېوادونو کلنی سوداګریز حجم ۶۰۰ میلیونه ډالر و، خو له نېکه مرغه تېر کال دغه شمېر ۱.۶ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی دی. نوموړي هیله څرګنده کړه چې په راتلونکې کې به دا سوداګریز حجم تر ۲ میلیارده ډالرو پورې لوړ شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۲۳
Background image

ملاقات وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان با یک تن از تاجران هندی

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان، در دفتر کاری شان با آقای آنکوش ستانا و همراهان

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۰:۴
Background image

امضای تفاهم‌نامه‌های تجاری به ارزش بیشتر از 300میلیون دالر میان تاجران افغان و اوزبیک

کنفرانس تواصل تجاری به هدف افزایش میزان دادوستد میان افغانستان و اوزبیکستان و رفع نیازمندی‌های دوکشور با حضور محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۹:۵۱
Background image

ملاقات وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان با والی سیردریای جمهوری اوزبیکستان

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان، به هدف گسترش روابط میان افغانستان و اوزبیکستان و

BACK TO NEWS